عاجل خبرونه

په كابل كې زورواكانو د استوگنې غيرقانوني ښارگوټي جوړ كړي

(Last Updated On: January 06, 2013 10:29 am)

د كرنې وزارت او كابل ښاروالۍ چارواكي وايي:

په تېرو لس كلونو كې د زورواكانو له خوا د استوگنې غير قانوني  ښارگوټي جوړ شوي ، چې له دې وروسته به د كرنې وزارت له اجازې پرته په ښار كې هيچاته د ودانيو د جوړولو جواز نه وركول كيږي. د كرنې وزارت مسووليت لري، چې په كرنيزو ځمكو كې د ودانيو جوړولو مخه ونيسي.

د كابل والي عبدالجبار تقوا وايي:

ځينې داسې كسان شته، چې د خپلو شخصي گټو د ترلاسه كولو په موخه ستر خيانت كوي .

د كابل ولايتي شورا رييس نثارالدين بريالى وايي:

په تېرو لس كلونو كې پر ډېرو كرنيزو ځمكو زورواكانو د استوګنې غيرقانوني ښارگوټي جوړكړي دي.

له بلې خوا د كرنې، مالدارۍ او اوبو لگولو وزير محمد آصف رحيمي د دې ستونزې له تائيد سره وايي:

د كرنې وزارت يو مسووليت پركرنيزه ځمكه د استوگنې د كورونو او ښارگوټو د جوړولو مخنيوى دى. كه حكومت پرشخصي ځمكو د ودانيو جوړولو په چارو كې مداخله وكړي د ځمكې د خاوندانو له غبرگون سره مخ كيږي.

په همدې وخت كې د كابل ولايت د كرنې رياست د شنبې په ورځ(د مرغومي۱۶) په كابل ولايت كې له ۲۸۸ ډېرو پرمختيايي پروژو د اتيا سلنې كار د بشپړوالي په مناسبت يومحفل جوړكړى و.

چارواكي وايي:

د كابل ولايت د كرنې رياست په روان كال كې د څه لپاسه ۱۴،۴ ميليون دالرو په ارزښت انكشافي پروگرامونه درلودل، چې د ښه پلي كيدو له كبله يې  په ۱۳۹۲ ل كال كې  د پرمختيايي پروگرامونو لپاره  ۱۵ ميليون دالرو مالي ملاتړ ترلاسه كړى دى.

About ATN NEWS

Check Also

په هغو ولایتونو کې به ټاکنې نه کیږي، چې دفترونه یې وتړل شي- کمیسیون

(Last Updated On: September 17, 2018 7:34 pm) له هغې وروسته، چې د افغانستان د …