عاجل خبرونه

په كابل كې د پرانستو وړيا ټيكنالوژيو ۳ ورځنى نړيوال كنفرانس پيل شوى

(Last Updated On: October 17, 2011 1:08 pm)

په دې كنفرانس كې، چې د يونسكو په همكارۍ  د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژۍ وزارت له خوا جوړشوى؛  د يو شمېرهېوادونو د ټيكنالوژۍ او مخابراتو وزارتونو استازيو په كې گډون كړى.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژۍ وزارت سرپرست اميرزي سنگين او د يونسكو استازي د پرانستو وړيا ټيكنالوژيو يا ( اوپن سورس) په اړه معلومات وركړل او هغه يې د افغانانو لپاره گټور ونوماوه.

په دې اړه د اريانا ټلويزيون خبريال حبيب الله بختيال څرگنده كړې، چې:

د مركزي آسيا لپاره د پرانستو وړيا ټيكنالوژيو يا ( اوپن سورس ) نړيوال درې ورځنى كانفرانس د يكشنبې په ورځ(د تلې په ۲۴) په كابل كې پيل شو.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژۍ وزارت سرپرست وايي، چې:

افغانستان دا مهال د معلوماتي ټيكنالوژۍ په برخه كې د كمپيوټر پروگرامونو ته  ډېره اړتيا  لري او دوى ددې كنفرانس له لارې غواړي دا وښيي، چې څنگه كولى شو اوپن سورس يا پرانستې وړيا تكنالوژي ترلاسه او  وكاروو .

د دې كنفرانس گډونوالو  د ځوان نسل لپاره د معلوماتي ټيكنالوژۍ په تېره بيا  د اوپن سورس يا وړيا او پرانستو ټيكنالوژيو موجوديت  او برابرول  مهم وبلل.

د دې كنفرانس يو گډونوال اشرف غني احمدزى وايي:

د مركزي آسيا  په هېوادونو كې شاو خوا يو  ميليارډ كسان په  بېوزلۍ كې ژوند كوي او دوى نه شي كولى له نوې ټيكنالوژۍ نوي پرمختللي پروگرامونه په بيع واخلي؛ نو، ځكه پرانستو وړيا ټيكنالوژيو يا (اوپن سورس) ته د افغانانو لاسرسى مهم دى.

نوموړي ټينگار كړى، چې:

مونږ بايد ددې وړتيا ولرو، چې پرمختللى كار تر سره كړو؛ درملنه وكړو لكه د انټرنيټ له لارې. دا بايد په ټوليز، گروپي او تفاهمي ډول پر مخ ولاړ شي، چې بې له دې زمونږ د ځوانانو راتلونكى نه شي روښانه كيدى.

په دې كنفرانس كې د يونسكو استازي شاهرخ وويل، چې:

دوى به اوپن سورس يا وړيا او پرانستو ټيكنالوژيو ته د افغانانو د لاسرسي په برخه كې خپلو مرستو ته دوام وركړي.

دغه كنفرانس به،  چې د امريكا ، كاناډا ، هند ، نيپال ، ايران ، پاكستان او تاجكستان استازيو په كې برخه اخيستې درې ورځې  دوام وكړي.

About ATN NEWS

Check Also

د خوست په میخانیکي انستیتوت کې اتومات بستر کټ جو شو

(Last Updated On: February 23, 2017 7:47 pm) د خوست میخانیکي انسټیټیوټ دوه زدکوونکیو یو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.