عاجل خبرونه

په كابل كې د شپې پوهنتون د كانكورآزموينې واخستل شوې

(Last Updated On: August 26, 2011)

د چاواكو په وينا:

په كابل كې له ۷۹۸۸ كسانو د شپې پوهنتون د كانكور آزموينې واخيستل شوې، چې اته زره به يې په دولتي پوهنتونونو او يو شمير نور به يې د لوړو او نيمه لوړو زده كړو په موسسو كې جذب شي.

دغه كانكور آزموينې، چې په شپې پوهنتونونو كې د محصلينو د جذب په موخه د كابل ښار په څلور پوهنتونونو كې د يوې ورځې لپاره ترسره شوې؛ ۹۷۰ محصلين  به يې د كابل پوهنتون د شرعياتو، حقوقو، ژورناليزم، ژبو اوادبياتو، ټولنيزوعلومو، ځمكپيژندنې، ساپوهنې او ښكليو هنرونو په پوهنځيو او نور به يې د ادبياتو، طبيعي علومو، ټولنيزو علومو او تعليم او تربيې په پوهنتونونو كې جذب شي.

چارواكي وايي:

پدې داوطلبانو كې ۸۷۰ يې نجونې دي.

د لوړو زده كړو وزارت سرپرست او علمي مرستيال محمد عثمان بابري د كانكور پر ميكانيزم، شفافيت او عدالت ټينگاركوي.

يو شمېر هغه داوطلبان، چې پدې كانكور آزموينو كې يې گډون كړى؛ د آزموينو له بهير څخه خوشاله ښكاري او د شپې پوهنتون هغو كسانو ته يو ښه فرصت بولي، چې د ورځې لخوا په كار بوخت وي.

د يادونې وړده، چې په ټول هېواد كې دوه د شپې پوهنتونونه تردې مهاله شتون لري، چې يو يې د كابل مركزي پوهنتون او بل يې د تعليم او تربيې پوهنتون دى.

About ATN News

Avatar

Check Also

د آسیا پراختیایي بانک له اقتصادي پروژو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

(Last Updated On: July 19, 2019)د آسیا پراختیايي بانک مسوولینو ډاډ څرګند کړی، چې په …

Leave a Reply

Your email address will not be published.