په فراه ولایت کې طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: اپریل 9, 2016)

Farah

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې د دولت یو وسلوال طالب وژل شوی او شپږ نور یې ټپیان دي.

د فراه ولایت د پولیسو قومندان اقبال باهر وایي، دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د یادې ولسوالۍ د فراه رود د سیمې پر اړوند امنیتي پوستو برید وکړ.

د نوموړي په وینا؛ په دې نښته کې یو وسلوال طالب وژل شوی او ۶ نور یې ټپیان شول.

هغه زیاتوي، په نښته کې یو پولیس هم ټپي شوی دی.

طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

د امریکا ولسمشر افغانستان او عراق ته د سفر تکل کړی

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په نږدې راتلونکې کې …