په فرانسه كې د افغانستان په اړه جوړېدونكې غونډه د ديپلوماتيكو اصولو خلاف ده

(Last Updated On: دسمبر 19, 2012)

مشرانو جرگه په فرانسه كې د افغانستان په اړه جوړېدونكې غونډه د دېپلوماتيكو اصولو خلاف گڼي.

مشرانو جرگه وايي، چې دې ناستې ته بايد د افغان دولت رسمي استازي بلل شوي واى.  مشرانو جرگې له دولت څخه وغوښتل چې په دې اړه بايد جدي واوسي.

ټاکل شوې، چې د فرانسې ستراتيژيکو څېړنو د بنسټ له خوا د روانې اوونې له چهار شنبي څخه تر جمعي ورځې پورې د افغانستان په اړه يوه غونډه جوړه شي.

د رپوټونو له مخې  په دې ناسته كې د  وسله والو طالبانو اوحكومت د سياسي مخالفينو رسمي او د حكومت غېر رسمي استازي برخه واخلي.

د مشرانو جرگې يو شمېرغړي وايي:

د حكومت سياسي مخالفين نه شي كولاى د يوه هېواد استازيتوب وكړي، نو دا ډول غونډې د افغانستان په گټه نه بلكې په زيان دي.

دا په داسي حال كې ده، چي ولسمشر حامد كرزى وايي:

د فرانسې د غونډې په شمول د ټولو هغو هڅو ملاتړ كوي، چې په افغانستان كې د سولې د ټينگښت په اړه جوړېږي.

د دغه غونډې جوړونكى بنسټ وايي، چې كسان په انفرادي توگه وربلل شوي دي.

په همدې وخت كې د مشرانو جرگي ځيني غړو په هرات كې د ايران يوه ديپلومات څرگندونې د افغانستان په چارو كې بربنډه لاسوهنه وبلله.

دوى وايي، ايراني ديپلوماتان باېد غېر مسئولانه څرگندونې ونه كړي.

دوى د بهرنيو چارو په وزارت هم پدې اړه د چوپتېا له امله نيوكه كوي.

مشرانو جرگې پرېكړه وكړه، چې د بهرنيو چارو وزير د ايران د سر قنسل د وروستيو څرگندونو او په دغه هېواد كې د افغان كډوالو د وژل كېدو په اړه د ځواب وېلو په موخه عمومي غوندي ته وروغواړي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان كې يوه ايراني ديپلومات په دې وروستيو كې افغانستان يو اشغال شوى هېواد بللى او له افغان حكومت څخه يې غوښتي و، چې په هرات كې د لاريون كوونكو له خوا د دوى قونسلگرۍ ته  اوښتي زيان وركړي.

About ATN NEWS

Check Also

طالبانو په فراه کې ۹۰ سیمه ییز پولیس نیولي او ۴۰ سرتېري وژل شوي

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د فراه ولایتي شورا په ډاګه کړې، چې د …