عاجل خبرونه

په فارياب كې طالب مشر قاری نورالله ووژل شو

(Last Updated On: March 2, 2013)

د فارياب د سيمه ييزو چارواكي وايي:

قاري نورالله، چې د طالبانو يو كليدي غړى و تېر ماښام د پښتونكوټ ولسوالۍ د غارتيپه په سيمه كې له پوليسو سره په نښته كې ووژل شو.

په پښتونكوټ ولسوالۍ كې قاري نورالله افغان امنيتي ځواكونو او د سيمې اوسيدونكو ته ستر گواښ بلل كيده.

بلخوا يو توغندى د استوگنې پر سيمه لگيدلى، چې څلور ملكي وگړيو ته يې مرگ و ژوبله اړولې ده.

د فارياب امنيه قوماندان نبي جان ملا خېل وايي:

قاري نورالله په پښتونكوټ ولسوالۍ كې په ډېرو ترهگريزو بريدونو او ماين ايښودنو كې د مشرتابه رول درلود.

د قاري نورالله خپلوان، چې د هغه د مړي د تر لاسه كولو په موخه ميمنې ته راغلي ول وايي:

په هېواد كې كه دولتي سرتېري وژل كيږي او كه طالبان، د تباهي مسوول يې بهرنيان دي، چې نه غواړي په هېواد كې سوله ټينگه شي.

د سيمې اوسيدونكي وايي:

د نښتې پر مهال يو توغندى د استوگنې پر سيمه لگيدلي، چې يو ملكي وگړى يې وژلى او درې ماشومان  ټپيان دي.

بلخوا د جمعې په ورځ(د كب ۱۱) غرمه مهال د فارياب ولايت د قرمقول په ولسوالۍ كې طالبانو پر امنيتي پوستې بريد وكړ، چې په كې يو پوليس ټپي شوى دى.

About Ariana News

Avatar

Check Also

انس حقاني د امریکایي پوهنتون له دوه استادانو سره تبادله شوی ندی-طالبان

(Last Updated On: November 15, 2019)طالب ویاند تائید کړه، چې د طالبانو د درې بندي …