عاجل خبرونه

په غزني كې څلور تښتول شوي تركي انجنيران خوشې شول

(Last Updated On: سپتمبر 6, 2011)

هغه څلور تركي انجنيران، چې يو كال وړاندې په پكتيا  ولايت كې وسله والو طالبانو تښتولي وه، نن غرمه مهال په غزني ولايت كې خوشي شول .

حاجي ظاهر، چې د يادو انجنيرانو په خلاصون كې ځان منځگړى بولي وايي، چې:

ياد انجنيران د كوچني اختر په وياړ خوشي شوي او د دوى د خوشي كيدو په اړه هيڅ راز معامله تر سره شوې نه ده .

دغه څلورانجنيران، چې د سرك جوړونې په يو  تركي شركت كې يې كار كاوه ؛ وايي، چې:

يو كال وړاندې په دغه تور، چې گواكې ملي اردو ته پوځي اډه جوړوي، د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول او يو كال يې د دوى په بند كې تېر كړى.

قومي مشرحاجي ظاهروايي:

ياد انجينران د سولې د ټينگښت كميسيون په هلو ځلو خلاص شوي دي .

د يادونې وړ ده، چې شاوخوا درې كاله وړاندې ۲۳ كوريايي وگړي په غزني ولايت كې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وه، چې د شاوخوا شل ميليونو امريكايي ډلرو په بدل كې خوشې شول .

اوس هم داسې گونگوسي موجود دي، چې ياد تركي انجنيران هم د پيسو په بدل كې خوشي شوي دي، خو تر اوسه هيڅ يوې سرچينې په دې اړه څه نه دې ويلي.

About ATN NEWS

Check Also

په پاکستان کې زیږیدلیو افغانانو ته به تابعیت ورکړ شي- عمران خان

(Last Updated On: سپتمبر 17, 2018) د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد په کراچۍ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.