عاجل خبرونه

په شمالي سالنګ كې ناڅرګندو وسلوالو ۳ کسه وژلي او درې نور ټپیان دي

(Last Updated On: September 24, 2016 11:58 am)

aaپه بغلان كې د پوليسو سرچينې وايي، چې وسلوالو د شنبې په ورځ(د تلې ۳) له غرمې مخكې په شمالي سالنګ كې پر یوه موتر وسلوال بريد كړی دی.

دا سرچينه زیاتوي، چې په دې بريد كې د پوليسو موتر په نښه شوى، چې له کبله يې درې تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د پوليسو دا سرچينه په ډاګه کوي، چې سيمې ته د نورو ځواكونو په رسيدو وسلوال تښتيدلي دي.

یو عیني شاه آریانا نیوز ته ویلي؛ نن سهار ۹ بجې د پولیسو یو رنجر موتر د وسلوالو مخالفینو پر آر پي جي توغندي ولګیده، چې په دې پېښه کې یو پولیس او یوه ښځه وژل شوي او څو کسه نور ټپیان دي.

د هغه په وینا؛ له برید وروسته له امنیتي ځواکونو سره نښته رامنځته شوه، چې پر لامل یې د سالنګ لویه لار د سهار له ۹ بجو څخه د ترافیکو په مخ وتړل شوه.

 

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …