عاجل خبرونه

په شبرغان کې سړک او بغلان کې د پله د جوړېدو کار پيل شو

(Last Updated On: اپریل 2, 2016)

vlcsnap-2016-04-02-18h49m15s39

د شبرغان ښار د حلقوي سړک د رغونې او د بغلان ولایت په فرنګ ولسوالۍ کې د پله د رغونې د پروژو هوکړه لیکونه له دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک شول.

 د فواید عامې وزیر وایي شبرغان ښار کې به د پنځلس کیلومترو په اوږدوالي د حلقوي سړک کار په دوو کلونو کې بشپړ شي چې لګښت یې یو میلیارد افغانۍ کېږي او د دولت له خوا ورکول کیږي.

شبرغان ښار کې د پنځلس کیلو مترو په اوږوالي حقلوي سړک جوړېږي چې تړون یې له یوه ودانیز شرکت سره لاسلیک شو. د فواید عامې وزیر دغه پروژه مهمه وبلله او زياته يې کړه چې په دې سره به د خلکو ستونزې تر ډېره اوارې شي.

د فواید عامې وزیرمحمود بلیغ وايي: “دغه سړک د بای پاس په شکل دی او بار وړونکي موټر پرې تګ او راتګ کوي یاد سړک اقتصادي ارزښت لري او د شبرغان ښار خلکو ته په ښونیزو روغتیایي او سوداګریزو خدمتونو د لاس رسي له پاره آسانتیاوې برابروي.”

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د بغلان ولایت استازی د فواید عامې وزارت د تېرو پروژو په پلي کېدو نیوکه کوي او وایي چې په خپلو پروژو دې غور وکړي.

د ولسي جرګې غړی عبیدالله رامین وايي: “مخکې له دې چې کومې پروژې پلې شوې وې یاد وزارت ډېره پاملرنه نه ورته کوله او هیله کوو چې وروسته له دې ښه او با کیفیته پروژې تطبیق کړي.”

د فواید عامې وزارت چارواکي وایي چې د بغلان په فرنګ ولسوالۍ کې د پله د جوړولو لګښت شپاړس میلیون افغانۍ اټکل شوی چې په پنځو میاشتو کې به د دولت له بوديجې ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

خبرياله: نبیله حفیظي

About Ariana News

Check Also

په افغانستان کې میلیاردونه دالر حیف او میل شوي- اشرف غني

(Last Updated On: دسمبر 9, 2018) ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې د نړیوالې …