په سیاسي هوکړه لیک جوړ شوي حکومتونه له بې ثباتۍ سره مخ کیږي- مسعود

(Last Updated On: April 30, 2016)

vlcsnap-2016-04-30-16h21m24s45

هر حکومت، چې د سیاسي هوکړه لیک له مخې جوړ شي؛ هره شیبه د دې امکان شته، چې له بې ثباتي سره مخامخ شي.

 د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی پر دې موضوع د ټینګار تر څنګ د ملي یووالي حکومت پایې لړزونکې بولي.

د غویی د اتمې یا د مجاهدینو د بریا د څلیریشتمې کلیزې په نمانځغونډه کې د خبرو پر مهال احمدضیا مسعود وویل؛ امکان لري، چې روان کال له افغان ځواکونو سره د طالبانو د جګړو وروستۍ کال وي او که د پاکستان د مداخلو په وړاندې زغم وشي، د افغانستان خاوره له لاسه وځي.

د ښه حکومت او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود د ترهګرو په وړاندې د خلکو پر مقابلې ټینګار کوي، چې په وینا یې په یوه کتار کې د ترهګرو په وړاندې ودریږي.

هغه وایي؛ د بېوزلۍ او تنګسیا ستر علتونه دا ګڼل کیږي، چې پانګې له هېواده وتلي، ناامني او د اختطاف موارد زیات شوي، په ځانګړې توګه سوداګر او د هغوي عزیزان د پیسو د تر لاسه کولو له پاره یرغمل کیږي.

د ناستې په پای کې پر دې ټینګار شوی، چې مجاهدین باید د وسلوالو خلاف مقابلې ته یو موټی شي او له افغان ځواکونو سره په خوا کې د وسلوالو پر خلاف وجنګیږي.

خبریال: فرشاد صالح

About Ariana News

Avatar

Check Also

ډېر ژر به ۱۵۰۰ملي بسونه په کابل ښار کې تګ راتګ پیل کړي

(Last Updated On: September 23, 2019)کابل ښاروالۍ ویلي، چې د میلیونونه افغانیو پر ارزښت يي …