په سعودي عربستان کې ښځو ته د رای ورکولو او اخیستلو حق ورکړ شو

(Last Updated On: نوومبر 30, 2015)

سعوديد لومړي ځل له پاره په سعودي عربستان کې ښځو ته حق ورکړ شو، چې خپلې رایې صندوقونو ته واچوي.

د سعودي عربستان ښځو ته نه یوازې اجازه ورکړ شوه، چې د ښاروالیو یا د ښاري شورا نوماندانوته رایې ورکړي، بلکې دا حق هم ورکړ شوی، چې ځانونه نوماندې کړي.

ټاکل شوې، چې شاوخوا نهه سوه میرمنې د ښاروالیو شوراگانو ته ځانونه ونوموي.

دا اټاکنې راتلونکې میاشت تر سره کېږي.

دا به د سعودي عربستان په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې ښځو ته په ټاکنو کې د گډون حق ورکول کېږي.

د ښځو او نرینه وو له پاره د رای ورکولو جلا مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.

همداراز ښځې او نرینه په یو ځای کې ټاکنیز تبلیغات نه شي کولی.

همداراز ښځینه نوماندانې خپل مخونه عامو خلکو ته ښکارکولی نه شي.

دا بندیز پر نرینه نوماندانو هم لگولی شوی دی.

 

About Ariana News

Check Also

یوناما په کندوز کې د ۱۳ ولسي وګړیو وژل کیدل ومنل

(Last Updated On: مارچ 25, 2019)په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر( یوناما) …