په زابل کې تښتول شوي مسافر به په ۲۴ ساعتونو کې خوشې شي

(Last Updated On: November 28, 2015 1:30 pm)

زابلدزابل امنيتي چارواکي وايي، چي تښتول شوي مسافربه په ٢٤ ساعتونوکې خوشې شي.

دزابل د امنیت آمر غلام جيلاني فراهي وايي؛ هغه سيمي، چي ددولت په ولکه کي دي په ټولوکي امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات ترسره کړل، خو دتښتول شويو کسانو په اړه يي مالومات ندي ترلاسه کړي.

د نوموړي په وینا؛ دقومي مشرانو دمعلوماتو له مخي دغه کسان دڅارويو په بدل کي تښتول شوي دي او اوس وسلوال طالبان د٨ ميليون افغانيو او ٤٢٠ پسونو دورکړي غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي، چي وسلوالو طالبانو ددى کسانو دخوشي کيدواو خپلو غوښتنو په اړه يو ليک هم ورته ليږلى، چي دقومي مشرانو په منځگړيتوب به يي دخوشي کيدو له پاره په راتلونکیو ٢٤ ساعتنوکي پرېکړه وشي.

دزابل دولايتي شورا ريیس عطاجان حقبيان وايي،چي ددغو کسانو دخوشي کيدوله پاره هغې سيمي ته قومي مخورتللى دي او وايي، دطالبانو غوښتني هم يوازي دڅارويو او هغوي ته داوښتو زيانونوورکول دي.

هغه وايي، چي دطالبانو عمومي شورا هم له دوي سره ژمنه کړې؛ هغه کس به نيسي، چي دطالبانو له ډلې يي دغه کار کړى وي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دي خبرو يي تېرباسي.

امنيتي چارواکي وايي، چي داوس له پاره دوي خپل عمليات ځکه درولي،چي دقومي مخورو په واسطه دغه کار ترسره کړي.

خبریال:بريالي رحيمي.

 

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …