عاجل خبرونه

په زابل كې د رومانيايي سرتېرو پر گزمه ځانمرگى بريد شوې

(Last Updated On: مارچ 30, 2014)

د زابل ولايت په شهرصفا ولسوالۍ کې د بهرنيو سرتېرو پر موټر ځانمرگي بريد يو بهرنى سرتېرى وژلى دى.

د زابل د شهرصفا ولسوال عبدالخالق ايوبي وايي:

دا چاودنه نن نهه نيمې بجې د کندهارـ کابل پر لويه لار د دې ولسوالۍ د اسحاقزو مانده په سيمه کې د رومانيايي سرتېرو پر گزمه شوې ده.

هغه زياتوي، چې په دې بريد كې درې نور رومانيايي سرتېري او دوه ملكي وگړي ټپيان دي.

About Ariana News

Check Also

طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي- پمپیو

(Last Updated On: مارچ 19, 2019)د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له طالبانو …