په روسیه کې د یوې الوتکې د رالویدو پر لامل ۶۱ کسه له ژونده بې برخې شوي دي

(Last Updated On: March 19, 2016 9:35 am)

778

د روسیې په جنوب کې ۶۱ کسه د الوتکې د رالویدو په پېښه کې له ژونده بې برخې شوي دي.

د دوبۍ د هوایي کرښې دې الوتکې ۶۱ مسافر لرل، چې ټولو د الوتکې د رالویدو او سوزیدو پر لامل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روسیې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې دغه الوتکه نن سهار په رستوف نه دنو ښار کې د راکښته کیدو پر مهال رالویدلې او اور یې اخیستی دی.

دغې الوتکې د دوبۍ له هوایي ډګره الوت کړی و، چې ۵۵ مسافر او ۶ کسه خدمه په کې سپاره ول، چې ډېر یې روسان دي.

تر دې دمه د الوتکې د رالویدو علت معلوم شوی نه دی؛ خو سخت بادونه او کمزورې لیدنه یې کیدای شي یو لامل وي.

څه نا څه سل کارکوونکي د پېښې ځای ته رسیدلي او دمګړۍ د اورلګیدنې مخه نیول شوې ده.

د دوبۍ هوایي کرښې(فلای دوبۍ) په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې له پېښې خبر شوي او په اړه یې څېړنې روانې دي.

About Ariana News

Check Also

په جلال آباد ښار کې چاودنې ۵ کسان ټپیان کړل

(Last Updated On: September 20, 2018 12:46 pm) د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي، چې …