عاجل خبرونه

په راتلونکو اوونیو کې به طالبانو سره د خبرو آسانتیا برابره شي- سرتاج عزیز

(Last Updated On: جون 26, 2015)

Sataj

د پاکستان د صدراعظم او ملي امنیت سلاکارسرتاج عزیز وايي، اسلام آباد تیاردی،چې په راتلونکیو اوونیو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو آسانتیا برابره کړي.

 سرتاج عزیز،چې پرون د لومړي ځل لپاره د پاکستان د مشرانو جرگې د بهرنیو اړیکو کمېتې ته خبرې کولې وویل؛پاکستان تیاردی،چې د افغانستان د حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په پیلولو کې هرممکن رول ولوبوي.

پاکستان پخوا د افغانستان د سولې په پروسه کې د ځان له شریکولو ډډه کوله.

ده په افغانستان کې د جگړې د کمدو هیله وکړه او ویې ویل، د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ احتمالي خبرې باید د طالبانو پر بلوا اغېز ولري.

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …