عاجل خبرونه

په خوست کې د غونډو یو تالار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

(Last Updated On: دسمبر 31, 2017)

په  خوست ښار کې د غونډو یو دوه پوړییز تالار د ښار او کور جوړونې وزارت د ۲۸ میلیون افغانیو پر لګښت اخیستنې ته وسپارل شو، چې په یوه وخت کې د ۱۶ سوه کسانو د ځایدو وړتیا لري.

د خوست ښار او کور جوړونې رییس ابراهیم الله  ولیزی وایي، د خوست په دولتي کمپلیکس کې د غونډو لپاره مناسب ځانګړی ځای نه و؛  خو اوس د ښار او کور جوړونې وزارت پر مالي لګښت په کې د غونډو لوی تالار جوړ شو.

د خوست والي حکم خان   حبیبي وایي، پخوا د مناسب ځای د نه شتون له کبله ستونزې وې؛ خو اوس به آسانتیاوې رامنځته شي.

نوموړی زیاتوي؛ هڅه کوو هغه شمېر ادارې، چې په ښار کې فعالیت کوي، کمپلیکس ته ولیږدوو، چې د مراجعینو ستونزې په یوه ځای کې ژر حل شي.

دولتي کمپلېیکس د خوست ښار لویدیځ ته په سلګونه جریب ځمکه کې جوړ شوی، چې د دې ولایت ډېرې حکومتي ادارې په کې کار کوي.

خبریال: فریدالله ظاهر

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …