عاجل خبرونه

په خوست کې لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

(Last Updated On: اکتوبر 21, 2016)

vlcsnap-2016-10-21-14h31m18s102

 چارواکي وایي، په خوست کې د ۲۴۹ میلیون افغانیو پر ارزښت د ملي پیوستون لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملي پیوستون ۱۴۴بېلابېلې د بیارغونې پروژې له بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 د خوست والي وایي، د ملي پیوستون پروګرام له دې سره پای ته رسیږي او په کلیوالي سیمو کې به د حکومت نوی رغنیز پروګرام د ولسي تړون په نوم پیلیږي، چې په لومړیو کې به یې  د خوست په درې ولسوالیو او مرکزي واحدونو کې کار پیل شي.

 ځایي اوسیدونکيو په ډاګه کړې، چې د ملي پیوستون له لارې یې ډېرې کلیوالي ستوونزې کمې او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې پوره شوي دي.

 

vlcsnap-2016-10-21-14h28m57s252

 

د خوست ولایتي شورا غړي قمر علی لکڼوال  بیا له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي، چې دغه ولايت كې د بیارغونې پروژې پلې كړي.

په خوست کې ۱۳ کاله وړاندې د ملي پیوستون پروګرام پیل شوی و.

 مسوولین وایي، د یاد پروګرام په لړ کې د ولایت په درې اداري واحدونو او ۱۲ ولسوالیو کې ۲۹۰۰ مختلفي رغنیزې پروژې بشپړې شوې دي، چې دوه سوه نهه شپیته زره کورنۍ ترې ګټه پورته کوي او په ټولیز ډول ۲،۸۴ میلیارده افغانۍ لګښت پرې شوی دی.

 خبریال: فریدالله ظاهر 

 

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …