عاجل خبرونه

په خوست کې د خوشال بابا فکري بهير پرانستل شو

(Last Updated On: جنوري 22, 2016)

خوشحالد خوشال بابا فکري بهير د افغان ملي غورځنگ له لوري پرمخ وړل کيږي او هره اوونۍ نوبتي غونډې لري.

افغان ملي غورځنگ د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د خوشال بابا فکرِ بهير غونډې لري، چې دا لړۍ په خوست کې هم پيل شوه.

د افغان ملي غورځنگ غړى داکتر خوشال روهي وايي، دا بهير به هره اوونۍ غونډې کوي، چې ځوانان به په کې د سيمې او نړۍ پر حالتو خبرې کوي.

د نوموړي په وینا؛ په دې غونډه کې د يوه کتاب مخ کتنه کيږي او ترڅنگ يې د يوې موضوع په اړه پرېزينټيشن وړاندې کيږي، چې دا کولى شي د ځوانانو استعدادونه څرگند کړي.

د خوست يو شمېر ځوانانو د دې بهير په جوړيدو خوښي څرگنده کړه او سميع الله لمر وايي، تر اوسه د ځوانانو د روزنې او فکري ودې له پاره داسې کومه هڅه نه وه شوې.

په خوست کې مدني حرکتونه او فرهنگي ټولنې فعالې دي؛ خو د ځوانانو د فکري جوړونې له پاره دا يوازنى پروگرام دى، چې په دې ولايت کې پيليږي.

خبریال: فريدالله ظاهر.

 

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …