په خوست ولايت کې خصوصي سکتور ټولګټو پروژو ته ورګډ یږي

(Last Updated On: March 19, 2016)

vlcsnap-2016-03-19-10h55m02s92په خوست ولایت کې داسې هڅې روانې دي، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ساری نه لري. په داسې حال کې، چې له افغان حکومت سره نړيوالې مرستې لږ شوې او دې کار رغانيزې چارې اغېزمنې کړي دي؛ خو اوس تر ډېره ټينګار كيږي، چې خصوصي سکتور رغانيزو چارو ته ورګډ شي.

په لومړي ځل د خوست والي حکم خان   حبيبي له ملي سوداګر غوښتي، چې دې ولايت ته ورشي او پانګونه وکړي.

هغه زیاتوي، که سوداګر په هره برخه کې د كار لیوالتيا ولري؛ دوى ورته ځمکه او نور امکانات برابروي.

د خوست والي وايي،غواړي د خصوصي سكتورپه وسيله خلكو ته د كار زمينه برابره شي .

د خوست ښاروال عبدالبصیر وايي، د ښار پارکونه او سياحتي سيمې د خصوصي سکتور داوطلبي ته ورکول کیږي.

يو شمېر ملي سوداګر هم د خوست والي له دې کار هر کلى کوي.

ملي سوداګر نبي الله رحيمي وایي، که امکانات ورته برابر او امنيت خوندي شي؛ نو ډېر شمېر سوداګر به پانګونې ته زړه ښه کړي.

خوست ولايت ګڼ ملي سوداګر لري، چې ډېرو په خليجي هېوادونو او پلازمېنه کابل کې پانګونې کړي. که يو ځل په خوست كې خصوصي سكتور ته د كار زمينه برابره شي؛ ښايي ډېر پانګوال ورته مخه وكړي.

خبریال: فريدالله ظاهر.

Check Also

حکومت له کرونا ویروس سره بې تفاوته چلند کړی- د ولسي جرګې غړي

(Last Updated On: April 8, 2020) د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ويلي؛ حکومت د …