په خوست كې ميوه لرونكي باغونه جوړ شوي- متونوال

(Last Updated On: August 22, 2011)

په خوست ولايت كې د كرنې او مالدارۍ مسوولين وايي، چې:

د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو كې يې له زرجريبه ډېره ځمكه د راز راز ميوه لرونكيو ونو باغونه جوړكړي او په نږدې راتلونكي كې به حاصلاتوته ورسيږي.

د تجارتي باغدارۍ او زراعتي محصولاتو لپاره د  بازارموندنې دغه پروژه، چې له تېريوه نيم كال راپديخوا په خوست كې پيل شوې، په بېلابېلو سيموكې يې څه دپاسه اويا زره نيالگي كينولي او په سلگونه بزگران يې په پالنه بوخت كړي دي.

هغه غونډه، چې د خوست په جي، پي، ايف، اى  يا د تجارتي باغدارۍ موسسې دفتر كې جوړه شوې وه؛ د خوست پروالي سربېره گڼ مسوولين او د خوست د بېلابېلو سيمو گڼ بزگران يې برخه وال ول.

د يادې موسسې مشر انجنيرگل سعيد متونوال وويل، چې:

تراوسه په خوست كې د تجارتي ميوې لپاره باغونه، نه ول؛ ځكه، خو دوى هڅه پيل كړه، چې دا ډول باغونه جوړ كړي، چې له يوې خوا د سيمې بزگرانو اقتصاد پياوړى شي اوبل دا،چې ميوې او نور زرعتي محصولات ډېرشي.

ده زياته كړه، چې د خوست مركزپه گډون يې د نهه ولسواليو په دوه سوه لس كليو كې د پېنځه سوه اتيا بزگرانو لپاره په دوه دوه جريبه ځمكه، چې په ټوليزډول څه كم دوولس سوه جريبه كيږي د بادامو، مڼو، زردالانو، شفتالو او نورو نيالگيو نږدې پېنځه اويا زره نيالگي كينولي او په راتلونكي كې به په ميوو هم ورسيږي.

د دغې پروژې مسوولين وايي، چې:

د تجارتي باغدارۍ او زراعتي محصولاتو لپاره د بازارموندنې په دې پروگرام كې بزگرانو ته ميوه لرونكي نيالگي په كمه بيعه وركړ شوي  او دامهال يې سلګونه كسان  په پالنه بوخت دي.

About ATN News

Avatar

Check Also

د بیات پاور د حرارتي برښنا لومړی پړاو د بشپړیدو په حال کې دی

(Last Updated On: June 16, 2019)له طبیعي ګاز څخه د حرارتي برښنا د پروژې لومړۍ …

Leave a Reply

Your email address will not be published.