عاجل خبرونه

په حکومت کې اختلاف پانګوال اندیښمن کړي – الکوزی

(Last Updated On: April 20, 2015 6:15 pm)

vlcsnap-2015-04-20-18h13m33s150

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وايي؛ د ملي یوالي د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات د دې لامل شوی چې زیاتره پانګوال د راتلونکي په هکله اندیښمن شی.

دوی د حکومت له دواړو رهبرانو څخه غواړي چې خپلمنځي اختلافات حل کړي.

د سوداګرۍ او صنایعوخونې مرستیال خان جان الکوزی زیاتوي چې په ولایتو نو کې سر پرستانو د سوداګرو په وړاندي ستونزي زیاتي کړي.

له هغې ورځي چې د ملي یوالي حکومت رامنځ ته شوی، د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د حکومت په جوړښټ کې د نظر اختلاف او د سرپرستانو خپل سر له امله څلو یښت سلنه سوداګر د خپلې کړې پانګونيې په اړه اندیښنه لري.

vlcsnap-2015-04-20-18h13m41s240

د کابل ښاردوکانداران او نور کو چني کارو باریان هم وايي له هغه ورځې چې نوی نظام رامنځ ته شوی ورځ تربلی کاراو روزګار په خرا بیدو دی.

نږ دې اووه میاشتي کیږي چې د ملي یوالی حکومت رامنځ ته شوي؛ خو د خلکو اقتصاد ورځ تر بلی مخ پرځوړ دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چاروا کې وايي ترهغو چې د ملي یوالی حکومت رهبران د سوداګرو او د بی کارۍ ستونزې حل نکړي پانګوال به نور په هیواد کې پانګو نه و نکړي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …