عاجل خبرونه

په جوزجان كې چاودنې څلور تنه وژلي او دېرش نور ټپیان دي

(Last Updated On: اکتوبر 3, 2016)

%d8%ac%d9%88%d8%b2%d8%ac%d8%a7%d9%86

نن سهار د جوزجان ولايت د درزاب ولسوالۍ په اړوند سیمه كې یوه چاودنه رامنځته شوې ده.

د جوزجان دامنيه قومندانۍ امنيت آمر عبدالحفيظ خاشي وايي، چې چاوديدونكي توكي په يوه موترسايكل كې ځاى پرځاى شوي وه، چې د ريموت په وسيله چاودنه وركړشوې ده.

د هغه په وینا؛ په دې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او دېرش نور ټپيان دي.

هغه وايي دا ټول ملكي وګړي دي او ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.

هغه زیاتوي، په پېښه كې د تړاو په تور يو تن نيول شوى دى.

About Ariana News

Check Also

د هند منفي کړنې د افغانستان د سولې بهیر زیانمنولی شي- پاکستان

(Last Updated On: فبروري 19, 2019) په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، که هند …