په تېرو ۵ کلونو کې له هوایی ځواک سره دوه اعشاریه درې میلیارد ډالرمرسته شوې- سیگار

(Last Updated On: January 01, 2016 10:51 am)

vlcsnap-2016-01-01-10h47m42s227

سیگار دا ځل د افغان هوایی ځواک په اړه راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي؛ امریکا تر اوسه د افغان هوایی ځواک د پیاوړتیااو پراختیا له پاره د دوه اعشاریه درې میلیارد دالرمرسته کړې ده.

 

د راپور له مخې؛د ۲۰۱۵کال په څلورمه ربع کې د امریکا دفاع وزارت د افغان هوایی ځواک د پراختیا له پاره د ۹۲۵تر ۶۸۳میلیون دالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

 

د سیگار په وینا، د ۲۰۱۶کال له پاره هم د څه باندې ۵۴۸میلییون دالرو غوښتنه شوې،چې زیاتره دغه پیسې د افغان هوایی ځواک روزنې ته ځانگړي شوي دي.

 

د سیگار په راپور کې راغلي، چې دا مهال افغانستان یولس ایم آی پينځه دېرش چورلکې لر، لس ۵۲ام آی چورلکې، ۱۶ام ډي پنځه سوه دیرش چورلکې، ۲۶سي دوه سوه اته الوتکې او څلور سي یوسلو دېرش الوتکې لري.

 

هند هم درې او ای پېنځه ویشت چورلکې افغانستان ته سپارلي، چې د امریکایی ځواکونو په راپور کې ورته اشاره نه ده شوې.

 

په راپور کې راغلي، چې امریکا افغان پوځ ته شل اې نهه ویشت ډوله الوتکې پېرلي؛خو تر اوسه یې نه دي ورسپارلي.

 

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، امریکا د افغانستان له هوایی ځواک سره ډېره مرسته کړې؛خو دی نه پوهیږي،چې څومره پیسې یې لگولي دي.

 

د ملي دفاع وزارت ویاند دغه راز وایي، امریکا افغانستان ته شل زړې ایټالیایی الوتکې پیرلې وې؛خو دوینه دي اخیستي.

 

د سیگار دغه راپور په داسې حال کې خپریږي، چې ویل کیږي افغان هوایی ځواک تر اوسه له ډيرو ستونزو سره مخ دی او زیاتره سیمې له دې کبله د وسلوالو لاسونو ته لویږي، چې پیاوړی هوایی ځواک نشته.

 

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …