عاجل خبرونه

په تیرو دیارلسو کلونو کې د برېښنا یو بند هم نه دی جوړ شوی – مسعود

(Last Updated On: فبروري 11, 2015)

vlcsnap-2015-02-11-18h50m38s246

د اصلاحاتو او ښه حکومت په برخه کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی وايي چې دولت په تیرو دیارلسو کلونو کې د اوبو په کنټرولو بریالی نه شو.

هغه په تیر حکومت د ټنبلې او د کمزورې سیاسي ارادې د تور لګولو سربیره وویل چې په تیرو دیارلسو کلونو کې د برېښنا یو بند هم نه دی جوړ شوی.

ده وویل چې د اوبو مسيله باید د ملي یوالي د حکومت په لومړیتوبونو کې وي.

د اوبو عالي شورا په لومړنۍ غونډه کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود په وینا که اوبه کنټرول شي، د هیواد په اقتصاد په مستیقمه توګه مثبته اغیزه کوي.

ښاغلي مسعود وویل چې د حکومت د غفلت او ټنبلۍ له کبله په هیواد کې لویو او بنستيزو پروژو ته هیڅ پام نه کیږي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مسولین بیا وايي چې نړیوال مرستندویان نه غواړي چې د اوبو د عالي شورا پروژې او طرحې تمویل کړي.

د اوبو عالي شورا په ۱۳۸۴ کال کې جوړه شوې خو تر اوسه يې د فعالیت او عملي کار هيڅ نښه نه ده لیدل شوې.

خبریال: حمید صدیقی

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …