په ترکیه کې چاودنو ۱۹۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: December 11, 2016)

47148-zbhlhvndxq-1481422135

د ترکیې په استانبول ښار کې ددوه پرلپسې چاودنو له کبله ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۶۶نور ټپيان دي.

لومړۍ چاودنه یو ځانمرګی برید و، چې د پولیسو له یوه بس سره نږدې رامنځته شوې، چې ډېر قربانیان یې پولیس دي.

د راپورونو له مخې؛ چاودنه په استانبول ښار کې د ترکیې لوبغالي ته څېرمه د فوتبال له یوې لوبي وروسته هغه مهال را منځته شوې، چې د لوبي نندارچیان له لوبغالي وتلي وه او پولیسو په سیمه کې د امنیت څارنه کوله.

د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي؛ بله چاودنه له چاودیدونکیو توکو د ډک موتر وه، چې د پولیسو د وژلو په هدف چول شوی دی.

تر دې دمه کومې ډلې یا سازمان ددغو چاودنو پړه نه ده منلې؛ خو پولیسو د یکشنبې په شپه(دسمبر ۱۰مه) ویلي؛  چې د چاودنو په تړاو یې ۱۰ شکمن کسان نیولي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دواړه چاودنې “ترهګریزې” وبللې او ویلي یې دي، چې هدف یې پولیس او عام خلک ول.

د یادونې وړ ده، چې چاودنو او تاوتریخوالي په ترکیه کې له کودتا وروسته ډېرې شوي او خلک یې اندېښمن کړي دي. 

About Ariana News

Check Also

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: April 20, 2019)د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د …