په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس دیارلسمه کلنۍ غونډه پیل شوې ده.
د اسلامي هېوادونو د کنفرانس غړي به له ترهګرۍ سره د مبارزې، د اسرائیلو او فلسطین او په اسلامي هېوادونو کې پر روانو ستونزو او حل لارو خبرې وکړې.
د اسوشیټدپرس خبري آژانس وايي، د اووه پنځوس هېوادونو استازي په داسې مهال کې جرګه کیږي، چې په سوریه او یمن کې تاوتریخوالی ډېر شوی او د ترکیې په ګډون ځیني نور اسلامي هېوادونه هم ترهګریزو بریدونو سخت ځپلي دي.
دا، د او آی سي دیارلسمه کلنۍ غونډه ده؛ لوړ پوړیو چارواکو یې د غونډې اجنډا جوړه کړې، چې له مخې به یې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د بهرنیو چارو وزیران غونډې کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د پنجشنبې او جمعې د ورځو د غونډو مشري کوي، چې ټاکل شوې د څه باندې دېرش هېوادونو مشران او استازي په کې برخه واخلي.