عاجل خبرونه

په ترکمنستان کې د تاپي پروژې د بنسټ ډبره کیښودل شوه

(Last Updated On: December 13, 2015 4:01 pm)

vlcsnap-2015-12-13-15h55m35s169

نن په ترکمنستان کې د افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان د مشرانو له خوا د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د گازو د لیږد پروژه پرانستل شوه.

د پرانستې په دې مراسمو کې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو، د پاکستان لومړي وزیر او د هند مرستیال ولسمشر گډون کړی و.

دغو مشرانو په خپلو خبرو کي د سیمې پرسولې او ثبات بشپړ ټینگار څرگند کړ.

دغه پروژه لس میلیارد دالر لگښت لري او په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به گټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاده نللیکه یو زر و اووه سوه پېنځه دېرش کیلو متره اوږدوالی لري او هر کال به د هرات او کندهار له لارې پاکستان او بیا هند ته دریدېرش بیلیون متر مکعب گاز ولیږدوي.

 

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …