عاجل خبرونه

په بلغاریه کې پنا غوښتونکیو له پولیسو سره اخ و ډب کړی

(Last Updated On: November 25, 2016)

vlcsnap-2016-11-25-10h55m05s158

د بلغاریې پولیس وایي، کډوالو په بلغاریه کې له پولیسو سره اخ و ډب کړی دی.

د پولیسو په وینا؛ دا پېښه د دې هېواد په سویل کې د کډوالو او پنا غوښتونکیو په یو کمپ کې رامنځته شوې ده.

پولیسو د پېښې په تړاو نږدې دوه سوه کډوال هم نیولي دي.

پولیس وایي؛ شاوخوا دوه زره پنا غوښتونکیو پر پولیسو د تیږو وارونه کړي، د موترو تایرونو او په کمپ کې دننه میزونو او څوکیو ته یې اور اچولی و.

په دغه کمپ کې، چې د ترکیې سرحد سره نږدې موقعیت لري؛ نږدې درې زره کسان پراته دي، چې زیات شمېر یې افغانان او سوریایان دي.

په کمپ کې پرتو افغانانو تېره میاشت هم لاریون کړی و او غوښتل یې، چې د اروپا  پر لوري د سفر کولو اجازه ورکړشي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بشپړ ډاډ له رامنځته کیدو پرته به امریکایي ځواکونه ونه وځي-جان بس

(Last Updated On: August 24, 2019)د امریکا سفیر بلخ ته په خپل سفر کې ویلي؛ …