عاجل خبرونه

په بلخ ولایت کې د ولسي جرګې یو غړی له چاودنې روغ وتلی

(Last Updated On: اګست 25, 2016)

Balkh

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازی اسدالله شریفي نن سهار لس بجې له یوې چاودنې روغ وتلی؛ خو څلور کسان په کې وژل شوي دي.

نوموړي له خلم ولسوالۍ څخه مزارشریف ته په لار و، چې په خلم بازار کې یې د موترو پرکاروان چاودنه رامنځته شوه.

شریفي په ډاګه کړه، چې په پېښه کې ده ته زیان نه دی رسیدلی؛ خو څلورملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

امنیتي مسوولینو ویلي ، چې د دوه ساتونکیو په ګډون ۱۴ تنه ملکي وګړي ټپیان دي او څلور عام وګړي وژل شوي دي. 

تر اوسه د پېښې څرنکوالی نه دی معلوم، چې ځانمرګی و او که چاودنه. 

About Ariana News

Check Also

د پامیر قرغزیانو ته۴۵۰ کیلو متره پوخ او اساسي سړک جوړیږي

(Last Updated On: جنوري 17, 2019) د کلیو پراختیا وزارت مسوولین وايي، د لومړي ځل …