عاجل خبرونه

په بلخ ولایت کې د هند پر قونسلگرۍ وسلوال برید شوی

(Last Updated On: جنوري 4, 2016)

vlcsnap-2016-01-04-09h10m19s168د بلخ ولایت مسوولین وایي، چې د یکشنبې په ماښام په مزارشریف ښار کې ناپېژاندو وسلوالو له یوې ودانۍ څخه د هند پر قنسلگرۍ آر پي جي توغندي توغولي دي.

 

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت مسوول عبدالرزاق قادري ویلي، چې څلور ناپېژاند وسلوال د هند قنسلگرۍ ته نږدې یوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه یې پر قونسلگرۍ برید کړی دی.

 

د آریانا نیوز سیمه ییز خبریال بشیر انصاري وایي، چې تر دې دمه کوکاندو ځواکونه په سیمه کې دي او چورلکې گرزي.

 

د پېښې په سیمه کي د پاکستان، ترکیي او روسیي قونسلگرۍ هم پرتې دي.

 

هغه زیاتوي، یو توغندی له یادې ودانۍ څخه د پېښې ځای ته نږدې د واده پر یو تالار لگیدلی، چې په کې یو تن ټپي شوی دی.

 

تر دې دمه د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو د مرگ و ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شي.

 

د فرانسې خبري سرچینې د هند د یو دیپلومات د څرگندونې له مخې په ډاگه کړې، چې په مزار شریف کې د هند قونسلگري تر برید لاندي راغلي ده.

 

دغه راز زیاته شوې، چې په قونسلگرۍ کې د دیپلوماتانو او کارکوونیو د مرگ و ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

 

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد ویلي، چې د پېښې له ځایه د هند قونسلگرۍ دیپلوماتان او کارکوونکي روغ رمټ ایستل شوي دي.

 

ویل کیږي، چې پېښه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې په هند کې د افغانستان او هند د فوتبال سیالي د هند په گـټه پای ته ورسیده.

 

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …