په بغلان کې د ناامنو سیمو د پاکولو عملیات پیل شول

(Last Updated On: June 11, 2016)

vlcsnap-2016-06-11-08h44m16s249

د بغلان د پولیسو په وینا، امنیتي ځواکونو د ځمکې او هوا  له لارې په چشمه شېر او سرخ کوتل سیمو کې پر طالبانو برید ونه پیل کړي او تر اوسه لسګونه کلي د وسلوالو طالبانو له شتون  پاک شوي دي.

 د  بغلان امنیه قومندانۍ د امنیت آمر امیرگل حسین خېل وایي، افغان ځواکونو د جمعې په سهار د  بغلان د مرکز پلخمري د چشمه شېر او سرخ کوتل  په سیمو کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو عملیات پیل کړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې عملیات ښه روان دي او تر اوسه لس کلي د وسلوالو له شتون پاک شوي دي.

هغه وایي، چې د لویو لارو د امنیت ساتنه او د سیمې د خلکو له پاره د غوره امنیت ټینګښت زمونږ لومړیتوب دی.

د حسین خېل په وینا؛ د څو ورځو په دننه کې به د پلخمري امنیتي ننګونې پای ته ورسیږي.

په بغلان کې خلک له دوه کلونو را په دیخوا له ناامنیو کړیږي او د وسلوالو طالبانو تحرکاتو سیمه سخته ځپلې او سړي تښتونو هم ولس وېرولی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د آریانا نیوز په ستره مناظره کې د داکترغني او داکتر عبدالله مخامخ کیدل

(Last Updated On: September 16, 2019) ټاکل شوې، چې د آریانا نیوز په کوربتوب نن شپه( …