په بغلان ولایت کې د وژل شویو کان کیندونکیو جسدونه دایکندي ته لیږدول کیږي

(Last Updated On: جنوري 8, 2017)

vlcsnap-2017-01-08-11h11m10s245

د بامیان ولایت چارواکي وایي، په بغلان کې د وژل شویو کان کیندونکیو جسدونه د یکشنبې په ورځ د چورلکې په واسطه د یوه دولتي پلاوي پرملتیا دایکندي ته لیږدول کیږي او هلته به خاورو ته وسپارل شي.

ناڅرګندو وسلوالو د جمعې په ورځ د بغلان د تاله و برفک ولسوالۍ د اناردرې په سیمه کې پر هزاره کان کیندونکیو ډزې کړي؛ ۹ تنه یې وژلي، درې ټپیان دي او نورو بریالۍ تېښته کړې ده.

د پېښې ټپی محمد حسین وایي؛ ټول زیانمن کان کیندونکي هزارګان او د دایکندي اوسیدونکي دي، چې د ډبرو سکرو په کان کې یې کار کاوه.

هغه زیاتوي، نیول شوي کسان د دغې سیمې د سیند په غاړه څملول شول او پر ټولو یې ډزې وکړې. دغه راز هغه په ډاګه کړه، چې کومو کسانو، چې پرې ډزې کړي، دوی ته یې د کافر خطاب کړی دی.

د دایکندي ولایت اوسیدونکی غلام حسین وایي؛ مونږ هڅه وکړه، چې ټپیان د پلخمري روغتون ته ژوندي راولیږدوو، خو یو د شتر جنګل په سیمه کې ساه ورکړه.            

د پلخمري روغتون داکتر شجاع روحاني د دوه ټپیانو حالت د اندېښنې وړ بولي.

د بغلان والي عبدالستار بارز وایي د پېښې څېړنه ډېره اړینه ده.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې؛ کومو کسانو،چې په کان کې کار کاوه د دې ډلې اجازه یې درلوده او د ده په خبره ښې اړیکې یې ورسره درلودې.

که څه هم داعش تر اوسه  د دغه برید مسوولیت نه دی منلی؛ خو ځینې په دې باور دي، چې داعش دا ډول کارونه کوي.

د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق وایي، دا د داعش ډلې کار دی او موخه یې د مذاهبو تر منځ نفاق  دی او د هېواد په یوشمېر سیمو کې یې ورته وژنې کړې دي.

 د بغلان د ولایتي شورا غړي بسم الله عطاش هم د داعش ډلې پر حضور او د پروګرامونو پر عملي کولو اندېښمن دی او وایي، تاله و برفک ډېره ناامنه ولسوالۍ ده او یوازې د ولسوالۍ وداني د حکومت په ولکه کې ده.

د رپوتونو له مخې، که څه هم  څو کان کیدونکي بریالي شوي، چې تېښته وکړي  او د سیمې غرنیو ساحو ته پناه یوسي.

خبریال: محمد ذاکر نوري

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …