په بغلان كې يو ماشوم د تښتوونكیو له منګولو وژغورل شو

(Last Updated On: October 02, 2016 8:56 am)

14550721_1130459270383202_677344448_o

د ملي امنيت کارکوونکیو په بغلان كې يو لس کلن ماشوم د تښتوونكیو له منګولو ژغورلی دی.

په بغلان كې د ملي امنيت مسوولين وايي، دا لس كلن ماشوم پېنځه ورځې مخكې تښتول شوى و او تښتوونكیو غوښتل، چې د ماشوم له پلاره د هغه د خوشي كولو په بدل كې پيسې واخلي.

14466245_1130459233716539_1831028149_o

سرچينه زیاتوي د ماشوم  د اختطاف په تور پېنځه تنه نيول شوي دي.

پلخمري کې د سړي تښتوونکیو د پېنځه کسیزې ډلې مشر ظاهر خپل جرم منلی او وایي، د وزګارتیا له کبله یې دغه جنایت تر سره کړی دی.

د بغلان د ولایتي شورا غړي د ملي امنیت ریاست کړنې ستایي؛  خو په دې ولایت کې پر وسلوالو وژنو او جرایمو اندېښنه لري.

عبدالکبیر د ښوونځي په څلورم ټولګي کې دی او له اته څلویښتو ساعتونو وروسته د سړي تښتوونکیو له منګولو خوشې شو.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …