عاجل خبرونه

په بریتانیا کې د ویلز ناسته د افغانستان اقتصادی ودې ته گټوره ده

(Last Updated On: سپتمبر 4, 2014)

6

د هيواد د سوداگرۍ او صنایعو خوني چارواکي وايي، چې د ویلز په ناسته کې د افغانستان ماموریت او له امنیتي ځواکونو سره د مرستو غزول یې د خبرو لومړیتوبونه جوړوي؛ خو د افغانستان د اقتصادي نظام د ودې له پاره ډېره گټوره ده.

 

د ویلز ناسته د پنجشنبې په ورځ(د وږي ۱۳) په بریتانیا کې پیل شوه، چې افغانستان یې د خبرو مهمه برخه جوړوي.

په دې ناسته کې له ۲۰۱۴م کال وروسته افغان ځواکونو ته مرسته پیدا کول او د ناتو د غړیو هېوادونو د ماموریت غزول د خبرو د بحث غوره ټکي دي.

دوی له افغان چارواکو غواړي، چې په ځانگړې هوښیارۍ بهرنۍ مرستې هېواد ته راجلبې کړي.

د سوداگرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت د دغو ځرگندونو تر څنگ وایي، چې:

که افغان چارواکي وکولی شي په دې برخو کې بهرنۍ مرستې راجلب کړي؛ نو د هېواد اقتصادي ودې او پانگوني له پاره به غوره لاسته راوړنه ولريِ.

نوموړی په دې باور دی، چې :

د ناتو مرستې، چې په هره برخه کې وي د هېواد اقتصادي څرخ په په حرکت راولي.

د هېواد یو شمېر سوداگر هم هیله من دي، چې د دغې ناستې پایلې به کار و بار، اقتصادي او سوداگریزې هڅې پیاوړې کړي.

 

افغان سوداگر په دې باور دي، چې د ناتو ځواکونو شتون سوداگرو ته د پانگوني  پراخ ډاډ دی.

About Ariana News

Check Also

هیله ده، چې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې په اړه هوکړه وشي- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي …