عاجل خبرونه

په بروکسل کې د ۱۵ اعشاریه ۲ میلیارد دالرو مرستو ژمنه وشوه

(Last Updated On: October 06, 2016 4:34 pm)

vlcsnap-2016-10-06-15h30m45s53

د بروکسل په غونډه کې تر څلور راتلونکیو کلونو پورې له افغانستان سره د پېنځلس اعشاریه دوه میلیارد دالرو مرستو ژمنه وشوه.

افغان دولت له تمې زیات د ډیرو مرستو ژمنه تر لاسه کړه او په ډک لاس له بروکسل څخه هېواد ته راځي. د پنځه اویا هېوادونو او پنځه ویشتو نړیوالو سازمانونو لخوا له افغانستان څخه د فوق العاده ملاتړ ژمنه وشوه.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرهفدریکا موگرینيپه ډاګه کړې، چې په دې غونډه کې له افغانستان څخه د نړیوالو لخوا د پام وړ ملاتړ ژمنه وشوه. ځینې شکمن ول او ځینو ویل، چې له پېنځلس کلونو وروسته به د مرسته کوونکیو او افغانستان له ستړیا سره مخ شو او نړیواله ټولنه ستړې شوې؛ خو مونږ دغلته وایو، چې نړیوالې ټولنې، ټولو هېوادونو او سازمانونو  له ۲۰۱۷ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د ۱۵ اعشاریه دوه میلیارد دالرو مرستو ژمنه وکړه.

زه ویاړم او  اعلاموم، چې اروپایي ټولنه له غړیو هېوادونو سره یو ځای د مرستندویانو په سر کې ده او مرستې یې پېنځه اعشاریه شپږ میلیارد دالره کیږي.

هغې زیاته کړې، چې دا د مالي ملاتړ یوه فوق العاده، د ژمنو یوه بریالۍ او سیاسي غونډه او یوه عالي ورځ وه. ما له ولسمشر غني سره شریکه کړه، چې ډېري وزیرانو او د هېوادونو استازیو راته د ورځې په پای کې وویل، چې دا د بریا او زمونږ د ښه کار یوه برخه ده، چې ومو لیدل کارونه ښه پر مخ ځي؛ نو، ځکه تاسو کور ته د تلو پر مهال ښه خبر لرئ او مونږ نړۍ ته په افغانستان او سیمه کې د ښه خبر د شریکولو دلیل لرو، چې نړیواله ټولنه په پریکنده او جدي توګه د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده. په دې خاطر مونږ ښه پوهیږو، چې د افغاستان پر خلکو پانګونه د نړیوالې ټولنې په فعلي او راتلونکي ثبات پانګونه ده. دا زمونږ په ګټه ده، چې په اوس وخت او راتلونکې کې د افغانستان په بریالیتوب پانګونه وشي. دا په بشپړه توګه د بریالیتوب کړنلاره ده.

د فدریکا موگرینيپه وینا؛ امنیت یوازې هغه مهال په افغانستان کې راتلی شي، چې د سیمې ټول هېوادونه ورته زمینه برابره کړي. د افغانانو په مشرۍ سیمه ییز ملاتړ ته اړتیا ده، چې پراخ بنسټه، دیموکراتیک او د افغانستان د اساسي قانون  پر بنسټ وي.

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غنيوایي؛ څه، چې په دې غونډه کې توپیر درلود، ژمنې نه دي، بلکې عمل کول دي. له ښځو، ځوانانو او مدني ټولنې سره مو خبرې اترې فوق العاده ګټورې وې او له بېرته ستنیدو سره سم به لومړی کار، چې زه یې کول غواړم هغه به د یوې ډلې جوړول وي د رسنیو او مدني ټولنو د امنیت ساتنې لپاره. مهمه ده، چې دغه خبرې اترې دوام وکړي او نتیجه ورکړي. نن نړیوالې ټولنې ژمنه وکړه. دا یوه ژمنه ده؛ پر دې ژمنې عمل کول هغه څه دي، چې له نړیوالې ټولنې سره تعلق نه لري، بلکې افغان ملت پورې تړلې ده. د افغانستان لخوا جدي کار سر له سبا پیل کیږي. د باور وړ تحول، سموالی، اغېزمنتوب او په ځانګړي توګه روڼتیا مو اصلي حرکتونه دي. دغه مرستې  د ځان بسیاینې پر لور افغانستان ته تلپاتي بنسټونه برابروي.

د بروکسل په غونډه کې  څلور کاله هر کال د درې اعشاریه اته میلیارد دالرو مرستې ژمنه وشوه، کومه ژمنه، چې د سم لګولو مسوولیت یې د افغان دولت په غاړه دی.

ولسمشر محمد اشرف غني زیاته وي، که مونږ له فساد سره مبارزه کې سیاسي اراده ونه لرو او ترې کاروانخلو، دغه ژمنې به یوازې د ژمنو په حد کې پاتې شي. که مونږ له جنایت کارې په ځانګړې توګه د نشه یي توکو له جنایت کارانه اقتصاد سره مبارزه ونه کړو زمونږ پرمختګ به داغدار شي او جګړه یوازې نښته نه ده، بلکې له خپل واک ناوړه استفاده او نامسووله وسلوالې ډلې هغه عوامل دي، چې مونږ باید هغه وپېژنو، چې په بل اړخ کې یې سوله، هوساینه او رغنده سیاست دی.

د هغه په وینا؛ دغه مرستې پر ولسي تړون لګول کیږي، چې ټول کلي او ښاري سیمې تر پوښښ لاندې نیسي. دغه پیسې د برښنا په انرژۍ، ښاري برخو، د ښځو په پیاوړتیا، د شپږویشت میلیارد متر مکعب اوبو په کابو کولو او د بندونو پر جوړولو، د اورګاډو پر پټلیو او سړکونو، انساني مهارتونو او له بېوزلۍ سره په مبارزه لګول کیږي. په همدې حال کې افغانستان کې امنیت له سیمه ییزې همکارۍ سره تړلی بلل کیږي.

محمد اشرف غني وایي، مونږ دغه راز د سیمې رغنده سیاستونو ته اړتیا لرو. مونږ باید له یوې لوبې، چې نتیجه یې صفر وي؛ د دولتونو تر منځ په اړیکو کې یوې داسې تګلارې ته مخه کوو، چې بریالیتوب – بریالیتوب ولري. د افغانستان کار د پرمختګ په حال کې دی؛ خو باید سمې پایلې ته ورسیږي. یو باثبات، هوسا او دموکراتیک افغانستان د نړۍ او افغانانو په ګټه او د اسلامي نړۍ هیله ده.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو،  د ملګرو ملتونو د سرمنشي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د هند، چین او پاکستان استازیو ته یوه غونډه جوړه کړه، چې د  هغې په وینا، د سیمه ییز ملاتړ لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

افغان ولسیمشر او ورسره تلی پلاوی نن سهار د بلجیم له پلازمېنې بروکسل څخه ډک لاس هېواد ته راستانه شول. 

 د یادونې وړ ده، چې د بروکسل په غونډه کې د ژمنو پر عملي بةه بشپړ ټینګار وشو او افغان چارواکو منله، چې د افغانستان بشري منابع به تر خپل وزر لاندې  ټولنیز کار او عمل ته هڅوي.  

خبریال: شریف حسنیار

About Ariana News

Check Also

حکومت د باریک آب صنعتي پارک ځمکې صنعت کارانو ته ورکوي

(Last Updated On: September 22, 2018 7:49 pm) د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، ۶۵ …