عاجل خبرونه

په بروکسل کې د افغانستان په اړه مقدماتي غونډه وشوه

(Last Updated On: September 30, 2016 3:30 pm)

vlcsnap-2016-09-30-15h12m22s215

د بلجیم  په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو او اروپايي اتحادیې یو شمېر استازیو له افغانستان سره د مالي مرستو د څرنګوالي په اړه مقدماتي غونډه وکړه.

د غونډې ګډونوالو، د افغانستان په اړه په را روان نړیوال کنفرانس کې له کابله د سیاسي ملاتړ د زیاتیدو پر بېلابېلو اړخونو خبرې کړي دي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی وایي، د افغانستان حکومت د بروکسل غونډې ته بشپړ تیاری لري. له همدې کبله مونږ دغې ناستې ته ډکه لمن ځو او ډکه لمن به راوګرځو.  

په بروکسل کې د افغانستان په اړه نړیواله دوه ورځنۍغونډه د راتلونکې اوونۍ په سې شنبې او چهارشنبې جوړېږي، چې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني او د اروپايي کمیسیون رییس دونالد توسک به یې مشري کوي.

سیاسي کارپوه یاسین ضیا وایي، د حکومت مشرانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی؛ ځکه، چې ډېر وخت یې د واک پر وېش تېریږي.

اروپايي چارواکي وايي، په‌دې نړیواله غونډه کې ښايي له افغانستان سره پر مالي او سیاسي ملاتړ مهمې پریکړې وشي.

خبریال: علی جواد اصغری

About Ariana News

Check Also

حکومت د باریک آب صنعتي پارک ځمکې صنعت کارانو ته ورکوي

(Last Updated On: September 22, 2018 7:49 pm) د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، ۶۵ …