په بادغیس ولایت کې بمي چاودنې لس ملکیانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: مې 6, 2016)

badges

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې پېنځه تنه ملکیان وژل شوي او پېنځه نور ژوبل دي.

 د بادغیس مرستیال امنیه قومندان عبدالعلي زماني څرګنده کړې، چې چاودنه تېره ورځ ناوخته په قادس ولسوالې کې وشوه.

ده وویل، داسي ښکاري، چې د سپرلیو د موترپه لاره کې چاودیدونکي توکي یا بم اېښودل شوی او پر ریموت الوزول شوی دی.

زماني دا برید د دولت د وسلوالو مخالفانو کار وباله.

وسلوالو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. 

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …