عاجل خبرونه

په امريكا كې د مالي بحران او جگړې د دوام پر ضد پراخ لاريون پيل

(Last Updated On: اکتوبر 10, 2011)

معترضينو په خپلو انټرنيت پاڼو كې ويلي، چې:

په پام كې لري، چې د واشنگتن ډي سي ميدان د قاهرې د التحرير پرميدان برل كړي.

د لاريون كوونكيو بله غوښتنه په افغانستان كې د جگړې درول دي .

په هغه لاريون كې، چې د نيويارك په وال سټريټ سيمه كې د وال سټريت ونيسئ تر نامه لاندې د مالي سيسټم او اقتصادي حالت په اعتراض كې پيل شوى؛ د لانس انجلس، سانفرانسيسكو، بوسټون او واشنگټن ډي سي په شمول د امريكا يوشمېرنورو ښارونو ته يې پراختيا موندلې ده.

د امريكا په پلازمېنه كې لاريون د واشنگتن ونيسئ تر نامه لاندې دوام لري او سلگونه كسان سپينې ماڼۍ او كانگرس ودانيو ته نږدې د آزادۍ په ډگر كې راټول شوي دي.

دا معترضين وايي:

ترهغې، چې بدلونونه رانه شي په دې ځاى كې به پاتې شي.

لاريون كوونكي په كوردننه او بهر د جگړې د درولو غوښتنه كوي.

ځينو كسانو ويلي، چې:

په مدني گډوډيو به لاس پورې كړي.

ويل كيږي، چې څو تنو د  د جنرال اټوميك د بې پيلوټه الوتكو د جوړولو پركمپنۍ، چې په پاكستان كې ترې ا ستفاده كيږي، بريد كړى دى.

معترضينو په خپلو انټرنيت پاڼو كې ويلي، چې:

د واشنگتن ډي سي  د آزادۍ  په ميدان كې واړوي.

About ATN NEWS

Check Also

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې خپله پوځي کړنلاره بدلوي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د امریکا دفاع وزارت وایي، اوس هم د طالبانو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.