عاجل خبرونه

په الماتا ښار کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هیوادونو په اړه اقتصادي غونډه جوړیږي

(Last Updated On: مارچ 11, 2015)

vlcsnap-2015-03-11-17h03m24s3

د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه غونډه جوړه شوې.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولین وایي، د منځنۍ آسیا هېوادونو پانګه وال په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونې ته لیوال دي.

دوي وایي، په دغې غونډه کې به د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو بحث وشي.

د قزاقستان الماتا ښار د افغانستان او منځنۍ آسیا د هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په نوم د یو کنفرانس کوربه دی.

دا کنفرانس د اسیا پاسفیک په چارو کې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او اجتماعي کمیسیون له خوا جوړ شوی چې د پنجشنبې تر ورځې دوام کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وایي، دا لومړی ځل دی چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره دغه ډول یوه ناسته کیږي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافرقوقندي:

د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د نړیوالې ټولنې لېوالتیا زیاته ده او د منځنۍ اسیا د هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره پر یو شمېر پروګرامونو کار روان دی.”

په دغه کنفرانس کې د افغان پلاوي مشري د روسي ژبو هېوادونو لپاره د ولسمشر استازی شاکرکارګر کوي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولین وايی، د دغې غونډې اساسي موخه دا ده چې څنګه کولی شو؛ د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ سوداګري پراخه کړو.

خبریال:اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …