عاجل خبرونه

په افغانستان کې څه نا څه ۴۰۰ تنه په اعدام محکوم شوي

(Last Updated On: مې 6, 2016)

vlcsnap-2016-05-06-09h25m39s122

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې څه نا څه ۴۰۰ تنه په اعدام محکوم شوي دي.

 د ولسمشرۍ مانۍ هم څرگنده  کړې، چې د احکامو د توشیح چمتوالی لري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ځلې ویلي وه، چې د انسان له اعدامولو فطري کرکه لري او هیڅکله  یې نه دي غوښتي، چې د چا د اعدامولو حکم لاسلیک کړي؛ خو له ۲۰۰۳ کاله تر ۲۰۱۴ پورې نوموړي لږ تر لږه د ۵۱ بندیانو د اعدام حکمونه لاسلیک کړي دي.

ولسمشر غني په تېرو څه نا څه اته لس میاشتو کې د اعدام  حکم لاسلیک کړی نه دی؛ خو داسې ښکاري، چې اوس یې د ستونزمنو لاسلیکونو وخت رارسیدلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د بندیانو له اعدامولو سره کلک مخالفت کوي او له ولسمشر غني یې غوښتي، چې په دې اړه د احکامو له توشیح ډډه وکړي.

 که څه هم ارګ او ستره محکمه پر اعدام د محکومو بندیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د بښنې نړیوال سازمان دغه شمېر څه ناڅه ۴۰۰ بولي. 

About Ariana News

Check Also

ازبکستان له مزارشریف څخه تر تورخمه د ریل پټلۍ جوړول غواړي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په پاکستان کې د ازبکستان سفیر ویلي؛ د سوداګریزو …