په افغانستان کې يو ميليون ځوانان بيکاره شوي- سنچارکي

(Last Updated On: دسمبر 4, 2015)

سنچارکی

په دې وروستيو کې گڼ شمېر افغانان، چې زياتره يې ځوانان دي، په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته مخه کوي.

د دې غيرې قانوني سفرونو يو لامل په هېواد کې په لويه کچه بيکاري بلل کيږي.

داجرائيه رييس سلاکار سيدآقا فضل سنچارکيپه خوست ولايت کې د يوې غونډې پرمهال وويل، چې د ځوانانو د بيکارۍ ترڅنگ په هېواد کې زرگونه وړې او لويې رغانيزې پروژې هم په ټپه دريدلي دي.  

نوموړی زیاتوي، د بهرنيو ځواکونو له وتو سره په افغانستان کې يو ميليون ځوانان بيکاره شوي.

هغه پر پخواني ولسمشر حامدکرزي نيوکه کوي او وایي، چې د حکومت خزانه يې تشه کړې وه او ملي يوالي حکومت په لومړيو کې د مامورينو د معاش پيسې هم نه لرلې.

د هغه په خبره، د حکومت دواړو رهبرانو له دې کبله دا موضوع پټه وساتله، چې خلک ناهيلې نه شي.

د ملي يوالي حکومت له راتگ يو نيم کال تېريږي؛ خو د نورو ستوونزو ترڅنگ ورځ تر بلې په هېواد کې بيکاري مخ پر زياتيدو ده. لسگونه زره افغان ځوانان، چې اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي توگه تللي دي

افغان ولسمشر له جرمني هېواد غوښتي، چې دغه هېواد ته ورغلي افغانان بېرته خپل هېواد افغانستان ته راوليږي، خو اوس اندېښنه دا ده، چې د دغو ځوانانو د بوختولو له پاره د ملي يوالي حکومت څه پلان لري.

خبریال: فريدالله ظاهر. 

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …