په افغانستان کې سره صلیب خپلې چارې ځنډولې دي

(Last Updated On: February 09, 2017 4:11 pm)

vlcsnap-2017-02-09-15h41m40s245

وروسته له هغې، چې تېره ورځ د سره صلیب شپږ غړي په یوه وسلوال برید کې ووژل شول او دوه نور ورک شول؛ دې ادارې  رسنیو ته په ډاګه کړه، چې په ټول افغانستان کې یې خپلې چارې ځنډولې دي.

ددغه ادارې اجرائیو مشر دومنیک ستیل هارت رسنیو ته ویلي، چې ددوی فعالیت به تر هغې ځنډیدلی پاتې وي، چې د پېښې په اړه بشپړ معلومات تر لاسه شوي نه وي.

د نوموړي په وینا؛ غواړو پوه شو، چې څه وشول او ولې دغه پېښه رامنځته شوه.

هغې ټینګار کړې؛مونږ به هڅه وکړو، چې په افغانستان کې خپلې چارې جاري وساتو.

د سره صلیب ۶ کارکوونکي هغه مهال د جوزجان ولایت د قوشتیپې ولسوالۍ په ترکمن قدوق کلي کې ووژل شول، چې د دې ولسوالۍ مالدارانو ته د وښو پر وېشنه اخته ول.

د دغې موسسې اجرائیوي فعال په وینا؛ په دې برید کې د سره صلیب دوه تنه ورکاو ۶ نور وژل شوي دي، چې ټول افغانان دي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا بنسټ به تر هغې په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولې ساتي، چې ښکېل اړخونه د سره صلیب د کارکوونکیو ځاني ډاډ څرګند نه کړي.

که څه هم امنیتي ځواکونو د ورک شویو دوه تنو لټون پیل کړی؛ خو تر دې دمه بریالي شوي نه دي.

د جوزجان امنیه قومندان رحمت الله ترکستانی وایي، د اړوند سیمې له سپینږیرو سره خبرې پیل شوي او د یادو دوه ورکو کسانو د خلاصون عملیات مو هم پیل کړي؛ خو تر دې دمه مو هڅې په دې اړه بریالې شوې نه دي.

.تر اوسه هیڅ کومي ډلې په جوزجان کې د سره صلیب پر موتر د برید پړه په غاړه نه ده اخیستی.

د افغانستان حکومت ویلي، چې دغه کمیته له امنیتي ګواښونو خبره شوې وه؛ خو دوی ورته پاملرنه نه ده کړې.

د اجرائیوي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په ډاګه کړې؛ مخکې له دې، چې د سره صلیب کارکوونکي اړوند سیمې ته ولاړ شي له امنیتي ګواښونو خبر ول او ورته ویل شوي وه، چې له امنیتي ساتونکيو پرته دې نه ځي؛ خو د یاد بنسټ کارکوونکيو امنیتي ځواکونه خبر کړي نه ول او د سیمې پر لوري یې حرکت کړی و.   

په افغانستان کې امنیتي ګواښونه د دې لامل شوي، چې يوشمېر نړیوالې خیریه ټولنې له افغانستان څخه ووځي. په داسې حال کې، چې د دغه هېواد خلک نړیوالو مرستو ته اړ دي.

خبریال: احمد فرشاد صالح 

About Ariana News

Check Also

حکومت امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي- محقق

(Last Updated On: September 20, 2018 7:34 pm) محمد محقق پر حکومت له دې کبله …