عاجل خبرونه

په افغانستان کې د ښځو د سینو سرطان مخ په زیاتیدو دی

(Last Updated On: جولای 14, 2016)

vlcsnap-2016-07-14-17h23m12s210

 د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي،چې په افغانستان کې هر کال د سرطان ناروغۍ له کبله پنځلس زره کسان ژوند له لاسه ورکوي چې شل په سلو کې د سینې په سرطان اخته ناروغانې دي. ویل کیږي زیاتره ناروغانې شرم ګڼي چې خپله ناروغي بیان کړي.

د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې د څانګې مسوول داکتر میهن عبدالله وایي،د کابل په جمهوریت روغتون کې هره ورځ د سرطان ناروغۍ شاوخوا شل پېښې ثبتیږي،چې د ښځو د سینوسرطان په دې وروستیو کې د زیاتیدو په حال کې دی، چې هر کال له ۱۵ زره سرطاني ناروغانو څخه ۱۵ په افغانستان کې مري، چې ۲۰ سلنه یې ښځې دي.

په جمهوریت روغتون کې بس ګل نومې میرمن وایي، یو کال مخکې مې پام شو،چې په تي کې مې دانه ده.

دا زیاتوي،چې درد یې نه کاوه؛نو،ځکه مې بابیزه تېره کړه.

اوس نوموړې یو تی د عملیاتو له کبله له لاسه ورکړی؛ خو  وايي،اوس يې حالت ښه دی.

داکتران وايي،چې د سینې یا تي د سرطان په تشخیص کې خپله میرمنې تر ټولو مهم رول لري او هغه میرمنې،چې عمر یې له ۲۵کلونو لوړ وي؛باید په اوونۍ کې یو ځل د خپلو سینو فزیکي کتنه او معاینه وکړي او د تغیراتو په لیدو سره باید داکتر ته ورشي.

د سینې له سرطان څخه روغه شوې شینکۍ کړوخېل وایي، پخپله ناروغ کولی شي له ځان سره مرسته وکړي؛ خپلې سینې دې د لمبا پر مهال لمسوي که یې د کومې غندې احساس وکړ باید داکتر ته لاړه شي.

د جمهوریت روغتون د سرطان ناروغۍ د درملنې مسوولداکتر ذبیح الله ستانکزیوايي؛ ډېر لاملونه دي،چې ښځې د سینې په سرطان اخته کوي.

د نوموړي په وینا؛ کورنۍ تاریخچه یې یو علت دی، د وزن زیاتیدل یې بل، له وخت مخکې بلوغ ته رسیدل، له ۴۵ کلنۍ وروسته د میاشتیني عادت نه دریدل او داسې نور، چې ښځې زیانمنوي.

اوس په کابل کې د سرطان ناروغۍ د درملنې او تشخیص آسانتیاوې شته دي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا؛دجمهوریت روغتون په نهم پوړ کې به ډېر ژر د سرطان ناروغۍ د درملنې ۴۰ بستریزه څانګه پرانیستل شي.

د سرطان ناروغي د یو ډول شعاع په وسیله هم تداوي کیږي، چې تر اوسه یې په افغانستان کې امکانات نشته. 

About Ariana News

Check Also

په فاریاب ولایت کې ۲۶ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: فبروري 18, 2019) د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له امنیتي …