عاجل خبرونه

په افغانستان کې د نږدې نهه میلیارد ټنو په اندازه د مرمرو کانونه شته

(Last Updated On: October 29, 2014)

Marmarد سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، هڅې یې پیل کړي څو پانګوال د مرمرو د تولید په برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
د دې وزارت د مسولینو په وینا، په افغانستان کې د نږدې نهه میلیارد ټنو په اندازه د مرمرو کانونه شتون لري چې د کیندنې په صورت کې به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
رسمي ارقام ښیي چې د هېواد په شپیتو ځایونو کې د مرمرو کانونه شته، چې نهه میلیارد ټنه مرمر لري او ارزښت یې دوه سوه میلیارد ډالرو ته رسیږي؛ خو داسې ښکاري چې له دې کانونو لا تر اوسه سمه استفاده نه ده شوې او لا هم د مرمرو زیاته برخه له ګاونډیو هېوادونو واردیږي.
متصل کمکی د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال وایي، هر کال له یوسلو څلورویشت تر ۱۴۰ زره ټنه پورې مرمر استخراج او د پروسیس لپاره ګاونډیو هېوادونو ته صادریږي.
په وروستیو کلونو کې د مرمرو په برخه کې شاوخوا ۳۵۰ میلیون ډالره پانګونه شوې؛ خو حکومت وایي، هڅه یې دا ده چې دا پانګه یو میلیارد ډالرو ته ورسوي. د حکومت له دې هڅو سره سره د مرمرو د اتحادیې چارواکي وایي، څومره چې تمه وه، هومره یې لاس نیوی او ملاتړ نه دی شوی.
د مرمرو لسګونه صنعت کاران چې د سوداګرۍ وزارت ته ورغلي، وایي، د فابریکو لپاره د ځمکې او برېښنا نه شتون او د کورنیو تولیداتو نه ملاتړ هغه ستونزې دي چې له چارواکو سره شریکې شوي، خو د حل لپاره یې تر اوسه عملي اقدامات نه دي شوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په پکتیا کې د افغانستان د صنایعو خونې ولایتي څانګه پرانستل شوه

(Last Updated On: June 25, 2019)په پکتیا ولایت کې د افغانستان د صنایعو خونې اجرائیوي …