په افغانستان کې د مسکو او توکیو ګده پروژه بریالۍ شوې- لاوروف

(Last Updated On: مې 7, 2016)

vlcsnap-2016-05-07-09h33m35s30

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وایي، په افغانستان کې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې له پاره د مسکو او توکیو ګده پروژه په بریالیتوب پلې شوې ده.

 لاوروف تېره ورځ د افغانستان پر حالاتو د جاپان له لوړ پوړیو چارواکو سره خبرې کړې دي.

انترتاس اژانس دلاوروف له خولې ویلي، چې جاپان له افغانستان سره له عمده مرسته کوونکیو هېوادونو دی؛ ځکه د دې هېواد له اردو او پولیسو سره مرسته کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې له جاپان سره یې په خپله ګډه پروژه کې، د افغان پولیسو په روزنه پیل کړی، چې د نشه یی توکو په وړاندی اغېزمنه مبارزه وکړي.

لاوروف په ډاګه کړې، چې په منځنۍ اسیا کې هم د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارو له لارې، د مسکو او توکیو د ګډو پروژو پلان شته. 

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …