عاجل خبرونه

په افغانستان کې داعش د خراسان نومی خلافت جوړولو هڅه کوي

(Last Updated On: اکتوبر 24, 2016)

us2-300x222

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون وایي؛ د افغانستان داعش ډله هڅه کوي، چې په افغانستان کې دننه د خراسان په نوم خلافت جوړ کړي.

نوموړي د امریکا ان بي سي خبري شبکې ته ویلاي، چې د داعش روانه هڅه په بنسټیزه توګه یو ناافغانه حرکت ګڼلی او په  کې بهرني جنګیالي په ځانګړي توګه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او د پاکستان د طالبانو د تحریک غړي لیدل شوي دي.

جنرال نیکلسون زیاتوي، افغانانو د داعش هڅې په افغانستان کې په بشپړه توګه رد کړي دي.

د نوموړي په وینا؛ د داعش عمومي فلسفه د افغانانو له فرهنګ سره اړخ نه‌لګوي.

هغه ویلي، چې پاکستان اوس هم ترهګرو ته یو خوندي ځای دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیمه باید خوندي شي او د دواړو حکومتونو امنیتي ځواکونه په کې ځای پر ځای شي.  

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …