په افغانستان کې اقتصادي سمونونه او له فساد سره مبارزه اړینه ده- اشتون کارتر

(Last Updated On: December 10, 2016)

vlcsnap-2016-12-10-15h23m22s57

د امریکا دفاع وزیر د بګرام په خبرو کې په ډاګه کړې، چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې په افغانستان کې د سیاسي یووالي د ارزښت، د سمونونو د تر سره کولو پر اړتیا او له فساد سره پر مبارزې بحث کړی دی.

د امریکا دفاع وزیراشتون کارتر وایي، افغانستان ته یې د دغه سفر دوه موخې وې: یوه دا، چې د افغانستان د خلکو د روښانه راتلونکې لپاره د ناتو او افغان ځواکونو هڅې وستایي او دغه راز له هغوی مننه وکړي، چې پخپل دې ماموریت یې د خپلو هېوادونو پر وړاندې د کیدونکیو ګواښونو مخنیوی کړی دی.

کارتر زیاته کړې ده؛ له ولسمشر غني سره یې په لیدنه کې له افغانستان سره د امریکا پر اوږدمهالې ژمنې، د سمونونو په راوستو او له فساد سره پر مبارزې بحث کړی دی.

د امریکا دفاع وزیراشتون کارتر ویلي؛ ما له ولسمشر سره په راتلونکې کې د سیاسي یووالي د دوام  پر ارزښت خبرې کړي. مونږ د  سمونونو د راوستو پر اړتیا او له فساد سره پر مبارزه هم خبرې کړي دي. زه فکر کوم، چې ولسمشر غني په  خپل هېواد کې ښه راتلونکې لري.

ښاغلی کارتر وایي، چې امریکا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان په تړاو درې مهمې پرېکړې وکړې: په دوه زره اووه لسم کال کې د اته زره څلور سوه سرتېرو ساتنه او له طالبانو او داعش سره په مبارزه کې امریکایي ځواکونو ته د ډېر واک ورکول.

اشټون کارتر وایي؛ زه فکر کوم هغه ګټې، چې تعقیبوو روښانه او تلپاتې دي او  هغه دا دي، چې ځانونه له هغو بریدونو وساتو، چې بیا هم د افغانستان له قلمرو سرچینه اخلي.

د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون وایي، په افغانستان او پاکستان کې شل ترهګرې ډلې فعالیت لري او ائتلافي ځواکونو د افغان ځواکونو پر همکارۍ د هغو پېنځه مشران یې وژلي او داعش ډلې ته یې دروند ګوزار ورکړی دی.

داعش  خپل یو پر درېیمه برخه جنګیالي او دوه پر درېیمه برخه ساحې له لاسه ورکړي او مونږ یې د میر حافظ سعید په ګډون دولس جګپوړي مشران وژلي دي.

نوموړی زیاتوي؛ د امریکا نوی دولت به هم د افغانستان په تړاو ژمنو ته ودریږي او دا ماموریت به دوام کوي.

جنرال جان نیکولسن زیاته کړې ده؛ د افغان همکارانو تر څنګ د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ د مبارزې سیاست پخپل ځای دی، چې مونږ اړ یو روان یې وساتو. کله، چې تاسې په روان کال کې د افغان ځواکونو کړنو ته وګورئ، چې سخت کال و؛ هغوی وآزمویل شول او له دې آزموینې بریالي را ووتل   او دا دغلته زمونږ د ماموریت د ګټورتوب ښودنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جګړو شدت اوس کم شوی او ټاکل کیږي، چې شپږ اوونۍ وروسته په سپینه ماڼۍ کې نوی ولسمشر کار پیل کړي، څوک، چې په افغانستان کې د راتلونکي جګړییز څپرکي په اړه  پرېکړه کوي.

 خبریال: فهیم نوري

About Ariana News

Check Also

د قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته وځنډېده

(Last Updated On: April 18, 2019)ټاکل شوې وه، چې د پنچشنبې پر ورځ( د وري …