عاجل خبرونه

په افغانستان كې د گوزڼ واكسيناسيون درېيم پړاو پيل شو

(Last Updated On: September 18, 2011)

د افغان ولسمشر په وينا:

افغانستان د سيمې د هېوادونو په پرتله د گوزڼ په مخنيوي كې غوره لاسته راوړنې درلودلي دي.

افغان ولسمشر له وسله والو مخالفنيو غوښتي، چې د دې ملي بهير مخه ونه نيسي.

د گوزڼ يا پوليو واكسيناسيون د رېيم  پړاو د شنبې په ورځ(د وږي په ۲۶) په  رسمي توگه د افغان ولسمشر حامد كرزي له خوا  د ماشو مانو په خولو كې د څو څاڅكو په اچولو پيل كړ.

ټاكل شوې، چې دغه واكسين به په  ټول هېواد كې د  ۵۲  زره رضا كارانو له خوا تر سره شي او اووه اعشاريه اته ميليون هغو ماشومانو ته به  تطبيق شي، چې له پېنځه كلونو يې عمر ټيټ وي.

دعامه روغتيا وزارت د معلوما تو له مخي په كند هار، هلمند او فراه ولايتونو كې د تېر كال په پرتله د ماشومانو د فلج پېښې كمې شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په دغو درې ولايتونو كې د فلج (۲۳)  پېښې ثبت شوي دي.

افغان ولسمشر څو ورځې وړاندې پر وسله والو مخالفينو غږ وكړ، چې د دغه ملي پروگرام مخنيوى ونه كړي.

دعامه روغتيا وزارت سرپرستې له ولاليانو، د امنيه كوماندانانو، ولسوالانو، ديني علماوو او قومي مشرانو وغوښتل، چې د واكسيناسيون د تطبيق لپاره په كليو او ليرې پرتو سيمو كې زمينه برابره كړي

About ATN News

Check Also

په افغانستان کې له نري رنځ څخه زرګونه کسان مري

(Last Updated On: March 31, 2019)په افغانستان کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په …

Leave a Reply

Your email address will not be published.