په افغانستان كې اوسنى جګړې له نيم ميليون ډېر كسان بې ځايه كړي دي

(Last Updated On: March 3, 2013)

په افغانستان كې د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، چې ډېر بې ځايه شوي کسان د كورنيو جګړو له امله بې ځايه شوي، چې تر ټولو زيانمنونكي قشر يې ښځې دي.

له بلې خوا ( ان آر سي ) يا په افغانستان كې د ناروې د كډوالې شورا د ملګرو ملتونو په همكارۍ د دې بې ځايه شويو كسانو په اړه څيړنه پيل كړې او هڅه كوي چې داكسان بيرته خپلو سيمو ته ستانه كړي.

په افغانستان كې د بشري مرستو د همغږۍ مسئول ايدو اوليوى وايي:

دا بې ځايه شوي حتى د ژوند ډېرې لومړنۍ آسانتياوې هم نه لري.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې زموږ د موندنو له مخې په اوسني حال كې په افغانستان كې نيم ميليون كسان بې ځايه شوي، چې لامل يې كورنۍ جګړه او شخړې دي. موږ په دې ارزونه كې دغو بې ځايه شويو د ژوند په عمده ستونزو، كارموندنې او اصل ځاى ته د هغوى د لېږدولو په اړه كاركوو، دا موندنې ښيي چې په دې بې ځايه شويو كې ښځې ډيرې له زيانونو سره مخ دي.

په افغانستان كې د ناروې د كډوالۍ شورا استازى پراسانت نايك وایی:

موږ له دوو ميشاتو را په دېخوا د ملګرو ملتونو له دفتر سره په همغږۍ په افغانستان كې د بې ځايه شويو كسانو په اړه څېړنې پيل كړې، چې په هغه كې د كډوالو د ژوند وضعيت، عمده ستونزې او د هغوى بېرته ځاى پرځاى كول شامل دي.

د افغانستان د كډوالواو راستنېدونكو چارو وزارت مرستيال عبدالصمد جامي وايي:

تر راتلونكو دوو مياشتو پورې به د بې ځايه شويو كسانو د پاليسۍ طرحه د وزيرانو شورا ته واستوي.

نوموړی زیاتوی، چې يوازې په كابل كې د بې ځايه شويو كسانو شمېر                                                             ۶۸ زرو كسانو ته رسېږي، چې په ناوړه حالت كې ژوند كوي.

About Ariana News

Check Also

د قطر ناسته د ناسم مدیریت له کبله تر سره نشوه- عبدالله عبدالله

(Last Updated On: April 22, 2019)د هېواد اجرائیه مشر وايي، چې په قطر کې د …