عاجل خبرونه

پر کندوز ښار طالبانو بریدونه پیل کړي- ولایتي شورا

(Last Updated On: اکتوبر 3, 2016)

kondoz

د کندوز د ولایتي شورا غړي وایي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو له څلورو خواوو پر دغه ولایت پراخ بریدونه پیل کړي دي.

دوی وایي، چې وسلوال طالبان د کندز ښار ته نږدې د زاخېلو او چرخ آب سیمو ته رارسیدلي او دا مهال د وسلوالو طالبانو او منیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې رواني دي. د چارواکو په وینا؛ کندز ښار ته ټولي لاري بندې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې لسګونه خلکو او ولایتي شورا د دغه ولایت د والي او د لویې لارې د قومندان پر ضد اعتراضي ناسته کړې او د دوی د ګوښه کیدو غوښتونکي شوي دي. 

د یادونې وړ ده، چې تېر کال طالبانو دغه ولایت مرکز تر خپلې څارنې لاندې راووست؛ خو افغان ځواکونو د نړیوالو سرتېرو په ملاتړ د دې ولایت مرکز له طالبانو بېرته ونیوه او د دې ولایت په لیرې پرتو سیمو کې که څه هم امنیتي ځواکونو عملیات کړي؛ خو طالبانو خپل  پراخ شتون ساتلی او دا ولایت یې تر امنیتي ګواښ لاندې نیولی دی. 

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …